لوگر کې سلګونه جریبه ځمکه سروې شوه
![لوګر](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-11_at_2.03.07_pm_0.jpeg)
۱۴۴۶/۰۸/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په لوګر ولایت کې سلګونه جریبه ځمکه سروې کړه.
ښاغلی حافظ لطیف وایي، یاد ټیم یې د لوګر په پورک بازار ساحه کې (329.912) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، دغه چاره په دې موخه وشوه چې، هلته د یاد بازار لپاره تفصیلي پلان جوړ شي، تر څو راتلونکي کې ټولې چارې د پلان له مخې پر مخ لاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت خپلو امکاناتو او اړتیاوو ته په کتو د هرې ولسوالۍ او مهم ځای لپاره تفصیلي پلان جوړوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو ښاروالیو او یا خصوصي سکتور ته ورکوي چې بیا د خپلو پلانونو له تطبیق څارنه هم کوي.