لوګر ولایت کې د یو مسجد او یوې دیني مدرسې طرحه او ډیزاین وشو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۲:۲۸
picture

۱۴۴۴/۰۱/۰۳

د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې د یو مسجد او یوې دیني مدرسې طرحه او ډیزاین وکړ.

دغه طرحه او ډیزاین د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په غوښتنه ترسره شو، چې د مسجد او مدرسې دېوال او سایټ پلان هم ډیزاین شو.

ټاکل شوې چې دغه مدرسه او مسجد د لوګر ولایت په کنجک سیمه کې جوړ شي.

دغه راز په یاد ولایت کې د پوهنتون څلور پوړیزه ودانۍ او د زندان ودانۍ د اوبو رسولو سیستم او براورد وشو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نویو انجنیري معیارونو مطابق او د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د دولتي ودانیو طرحه او ډیزاین کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت