له خوست نه تر یعقوبي ولسوالۍ پورې د سرک مالکیت حق تثبیت شو
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوست نه تر یقعوبي ولسوالۍ پورې د سرک د جوړولو عملي چارو لپاره زمینه برابره کړې ده.
په دې مسیر کې ۷۲۰ متره مربع شخصي ځمکې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارې بشپړې شوي.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس لیدلوري پر بنسټ، ژمن دی چې د ټولګټو پروژو د مالکیت حق تثبیت ارزښت موندنې او بیې ټاکنې په چټکتیا سره، هر څه ژر د عملي کېدو زمینه او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.