له بګرام تر جبل السراج پورې د عمومي سړک د ترمیم له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۱۷
picture

۱۴۴۵/۷/۲۷

د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې له بګرام تر جبل السراج ولسوالۍ پورې د غځېدلي عمومي سړک د ترمیم له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی حنیف وایي، د دې پروژې چارې شاو خوا ۹۵ سلنه بشپړې شوې، چې په ځینو برخو کې یې نیمګړتیاوې موجودې وې او قراردادي شرکت ته یې په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

نوموړی وایي، د نیمګړتیاو په له منځه وړلو سره به د یاد سړک رغنیزې چارې په ښه کیفیت ترسره شي.د یاد سړک چارې د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت د خصوصي شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي، چې د نظارت چارې یې د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د پراختیایي پروژو د بودجې د لګښت او د پرمختګ د کچې په اړه خبرې وشوې

۱۸/۵/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، او د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۸
Background image

د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په کابل ښار کې د قلعۀ کاشف سیمې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قلعۀ کاشف سیمې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت