لغمان کې د کډوالو ښارګوټي پلان منظوري سره ۶۵۰۰ کورنیو باندې د نومرو ته وېش زمینه برابره شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۱:۳۶
لغمان

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د لغمان والي محترم محمد آصف ننګ او په ملي شورا کې د دغه ولایت له استازیو سره په لیدنه کې پر اړوندو انکشافي برنامو خبرې اترې وکړې.

په لومړي سر کې د لغمان والي او د ملي شورا استازیو د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له لاس ته راوړنو او کړنو څخه په ستاینې، په دغه ولایت کې د ۱۳ زره جریبه ځمکې د انتقال، د غیر پلاني کورونو بهسازي، د درېېو روغتونونو رغولو، د کرکټ بورد د رغنیزې پروژې او د بدني روزنې د آمریت احاطوي دېوال د رغولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، دغه وزارت د مهترلام او په ټوله کې د لغمان پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري. محترم محمد جواد پیکار د مهترلام ښاروالي او د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته سپارښتنه وکړه چې بېلابېلو ټول‌ګټو پروژو لپاره په استثنايي توګه د ۱۳ زره جریبه ځمکې د ګټنې لړۍ پیل کړي، خو تر څنګ یې د ځمکو انتقال ریاست ته یې هم دنده وسپارله چې کابینې ته د یادې اندازې ځمکې د وړاندیز چارې چټکې کړي.

محترم محمد جواد پیکار همدا رنګه وویل، د مهترلام ۱۰۰ بستریز روغتون، د علیشنګ ۲۰ بستریز روغتون او د علینګار د ۲۰ بستریز روغتون چارې تر ډېره پر مخ تللي دي او تر راتلونکي یو میاشت پورې به د داوطلبۍ اعلان ته وسپارل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ورته وخت کې په لغمان کې د کرکټ بورډ او بدني روزنې د احاطوي دېوال پروژو اضافه کارۍ لګښتونو ورکړې په تړاو اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې تر سروې وروسته، د اړتیا وړ بودجه ورته ځانګړې کړي.

محترم محمد جواد پیکار اړوندو برخو ته دنده وسپارله چې ژر تر ژره دې د سرخکانو پارک رغنیزې پروژې لومړي فاز لپاره بودجه په پام کې ونیسي او د هغه عملي کارونه پیل کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کتنې په یوه برخه کې د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته دنده وسپارله چې تر راتلونکي یوې اوونۍ پورې دې په مهترلام کې د صنعتي پارک ډیزاین چارې بشپړې او منظوري لپاره چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار په پای کې پر ۴۱۲ جریبه ځمکې باندې د لغمان ولایت اداري کمپلکس اصلاحي تفصیلي پلان، له بهره راستنېدونکیو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان هم منظور کړ.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر دې سره جوخت، د مهترلام ښار سټراټیژیک اصلاحي پلان هم منظور او د دغه ښار، ښاروالي ته یې د تطبیق په موخه وسپاره.

د ویلو دی چې له بهره راستنېدونکیو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره هغه ښارګوټي کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړ شوی دی، ۶۵۰۰ نومرې لري.

په پای کې محترم محمد جواد پیکار د ټولو رغنیزو او انکشافي پروژو پر مثبتو اغېزو د ټینګار ترڅنګ، د مهترلام ښاروالي ته دنده وسپارله چې د جمهوري ریاست عالي مقام ۳۰۵ شمېرې فرمان په رڼا کې، اړمنو کورنیو باندې استوګنیزې نومرې ووېشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت