لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي پرانسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۱:۳۴
لغمان

۱۴۴۷/۶/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په لغمان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

محترم مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپلو لاسونو یو شمېر مهاجرو اړمنو کورنیو ته د نمرو د وېش لومړي سندونه هم ووېشل.

دغه راز، ښاغلي وزیر د یاد ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور او د تطبیق لپاره مقابل لوري ته وسپاره.

له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې اړمنې کورنۍ خوښې دي چې د ا.ا.ا له لوري ورته د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې نمرې ووېشلې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د یاد ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د پلي کېدا په پار تر لاسلیک کېدو وروسته د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي ته تسلیم کړ.

یاد پلان د کافر ګله سیمې لپاره جوړ شوی چې په (1050) جریبه ځمکه کې به تطبیق شي  چې (882) استوګنیزې نمرې لري او د ژوند نورو اسانتیاوو ته هم بشپړه پاملرنه شوې ده.

د یاد پلان د تطبیق چارې په خپله د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، چې ورسره به لارې او کوڅې، سړکونه، د څښاک اوبه او نور ټولګټي موارد د ا.ا.ا په داخلي بودیجه عملي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت