فراه کې د جمنازيوم د جوړېدو چارې پيل شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۱:۵۲
فراه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولايت په مرکز کې د فراه پوهنتون د جمنازيوم د جوړېدو چارې پيل کړې.

دا ورزشي جمنازيوم په ۱۸۶۵ متر مربع ځمکه کې په ۵۰ ميليونه افغانيو چې د جمهوري رياست عالي مقام د چارو ادارې د عملياتي واحد له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌‌خوا جوړيږي.

دا جمنازيوم به د فراه پوهنتون د محصلينو په روغتيايي وضعيت مثبت اغېز پريږدي او هغه محصلين چې له بېلابېلو لوبو سره تړاو لري په دې جمنازيوم کې خپلې وړتياوې ښودلی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۵۹
Background image

په زابل ولایت کې د ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د زابل ولایتي روغتون د نوې ودانۍ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

په کور او ښار جوړولو وزارت کې د کارکوونکو د زده‌کړېیزو اړتیاوو د سنجش بهیر ترسره شو

19/2/1448

په کور او ښار جوړولو وزارت کې د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د وزارت د کارکوونکو د زده‌ کړېیزو اړتیاوو د سنج بهیر ترسره شو، چې په کې د وزارت محترومو رئیسانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د جوزجان ولایت د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت