فراه ولایت کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو ترڅنګ څه باندې سل کورونه هم ووېشل شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۵
فراه

۱۴۴۷/۱۱/١٧

فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي اومسلکي ټیم تر دقیقې څارنې لاندې د هغه (۱۰۸) بابه کورونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې د بې وزله راستنو شوو مهاجرو کورنیو لپاره جوړ شول.

په فراه ولایت کې دغه (۱۰۸) کورونه د (۵۵۶،۲۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت، د کور او ښار جوړولو ریاست د متخصص ټیمونو تر نظارت لاندې جوړ شول، چې تازه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په بې وزله راستنو شوو مهاجرو کورنیو ووېشل شول.

یاد استوګنیز کورونه په (۷۵) جریبه ځمکه کې جوړ شول، چې لګښت یې د قطر هېواد د الغرافة خیریه مؤسسې له لوري ورکړل شو.

دغه کورونه هغو راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته ورکړل شول چې له ایران او پاکستان راګرځيدلي او په خپل هېواد کې یې د سرپناه نشتون ستونزه درلوده.

یاد کورونه هر یو یې په (۵) بسوې مساحت ځمکه کې جوړ شوي دي، چې دوه خونې، دهلیز، تشناب، پخلنځی او حویلۍ لري او د ژوند کولو لپاره مناسب دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت