د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل
۱۴۴۸/۲/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي، ښاغلي برونو جورج لیمارکیس سره وکتل.
په پیل کې، ښاغلي وزیر ښه راغلاست ووایه، ورپسې د یوناما مرستیال د خپلې ادارې د فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي برونو جورج لیمارکیس وویل، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو د شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان جوړولو په برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دي.
ور پسې، ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ملګرو ملتونو او نورو همکارو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د کابل ښار د ماسټر پلان، د نوي کابل ښار او د کډوالو د د دایمي مېشتېدنې په برخه کې یې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي وزیر وویل، په تېرو څو میاشتو کې راستنېدونکو کډوالو ته نږدې اویا زره د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
هغه همدارنګه د کډوالو لپاره د سرپناه ترڅنګ د ښوونځیو، سړکونو، د پاکو اوبو شبکو او نورو بنسټیزو خدمتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
ښاغلي وزیر، له نوموړي وغوښتل چې په همغږۍ سره د دغو پروژو د عملي کېدو او د نړیوالو مرستو د جلب لپاره همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې، دواړو لورو د همکاریو د لا پیاوړتیا او د پروژو د اغېزمن تطبیق په موخه د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه.
