فاریاب کې د دوه دیني پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۷:۴۴
فاریاب

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د اختچي جومات رغنیزې چارې ۳۰ سلنه او د فاریاب په مرکز کې د افغان کوټ جومات رغنیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې کړې دي.

د اختچي جومات چې د ۴۸۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري په ۵۸۶ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۶ میلیونه افغانیو او د افغان کوټ کلي جومات چې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري په دوه پوړونو د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د حج او اوقافو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، ورزشي سټډیمونو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت