فاریاب ولایت کې د اندخوی ښار د ورودي دروازې د جوړولو پروژې له چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۶
فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم د خپل عمومي ریاست په همغږۍ او لارښوونه د دغه ولایت اړوند د اندخوی ښار د ورودي دروازې د جوړولو پروژې له چارو څارنه ترسره کړه.
د پروژې د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې، لومړنیو احجامو او انجنيري معیارونو سره سم پر مخ روانې دي او تر دې مهاله شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ شوی دی.
دغه راز، قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو د پروژې پاتې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق، په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړې کړي.
د فاریاب د کور او ښار جوړولو محترم ریاست ټینګار کوي چې د ټولو پروژو عملي چارې به په دوامداره توګه څارل کېږي، تر څو په لوړ کیفیت او معیاري ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
