غیر رسمي کورونو ته ملکیت سند د توزیع له لارې څه د پاسه ۷۵ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۹:۴۴
افغانستان

د غیر رسمي کورونو د ثبت او د ملکیت سند د توزیع له لارې، په دې وروستیو کې ۷۵ میلیون او ۸۹۳ زره او ۷۹۳ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

له دې شمېرې، څه د پاسه ۴۶ میلیون افغانۍ په کابل، څه د پاسه ۶ میلیون افغانۍ په هرات، څه د پاسه ۸ میلیون افغانۍ په بلخ، څه د پاسه ۳ میلیون افغانۍ په جلال اباد، څه د پاسه ۴ میلیون افغانۍ په کندهار، څه د پاسه ۲۴۲ زره افغانۍ په فراه، څه د پاسه ۵ میلیون افغانۍ په بامیان او څه د پاسه ۱ میلیون افغانۍ په دایکندي ولایت کې د ملکیت سند د توزیع له لارې عواید راټول شوي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي سیمو د ثبت پروګرام په تطبیق سره هڅه کوي ترڅو غیر رسمي سیمې په رسمي سیمو بدلې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

په لوګر کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په وېشل شوي ښارګوټي کې د عمومي او فرعي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې په منظم ډول دوام لري.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت