غزني کې د څو بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۱۸
picture

۱۴۴۵/۱۰/‍۱۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د څو بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه.

د ښاغلي متقي په وینا، د غزني مرکز کې د بلخ په نوم دروازې له ترمیماتي چارو او د بام د سر د کانکریټ اچولو له چارو دقیقه څارنه وشوه.

نوموړي زیاته کړه، د دې ریاست انجنیرانو د افغانستان بانک څانګه کې د پالنې او ساتنې په برخه کې د ځینو خونو د جوړولو لپاره لومړنی براورد ترسره کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو ټولې ودانیزې چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق مخته ولاړې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۰:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د تیلو د یو پمپ سټيشن له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۲/۵

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د تیلو د یو پمپ سټیشن له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۱۳
Background image

د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون په بېلا بېلو مواردو بحث وکړ

۱۴۴۵/۱۲/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون ناسته وکړه او پر درویشت بېلا بېلو موضوعاتو یې بحث وکړ.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۳۲
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست او حوزوي روغتون ته ماسټر پلان جوړیږي

۱۴۴۵/۱۲/۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست او په دې ولایت کې د حوزوي روغتون. . .

BACK TO NEWS