غزني کې د دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غزني ولایتي شورا ودانۍ رغنیزې چارې ۸۰ سلنه او د دې ولایت په مالستان ولسوالۍ کې د سبزدرې روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۴۰ سلنه بشپړې کړي دي.
د غزني ولایتي شورا ودانۍ په ۳۹۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې او همداراز د مالستان ولسوالۍ روغتیايي مرکز په ۱۹۱ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې فعاله ونډه درلوده او د ټولګټو پروژ تطبیق د دې وزارت په لومړیتوب کې دی.
###