غزني ښار کې د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
غزني

۱۴۴۶/۱۰/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل                              کاري دفتر کې د غزني ولایت له محترم ښاروال مولوي محمد نبي حمزه سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د غزني محترم ښاروال په یاد ښار کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمد الله نعماني، د اصلاحاتو په راوستلو، د پلانونو د تطبیق پر اړتیا او څرنګوالي، د پلانونو د تطبیق په مهال د پېښېدونکو ستونزو پر حل او تابیا او په ټوله کې په همکارۍ او همغږۍ خبرې وکړې.

ښاغلي شیخ نعماني وویل، غزني ولایت ته یې هیئت استولی و، چې بېرته راغلی او تمه یې وښوده چې موندنې به یې د شته ستونزو د حل برخه کې اغېزمنې ثابتې شي.

د ناستې او کتنې پر دوام، په ځینو نورو تخنیکي مواردو، د ځمکو په نوعیت او د قبالو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

دغه راز، په یاد ولایت کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه د کورنیو په لیست، د ښارګوټو وضعیت او د ځمکې تشخیص او نورو چارو بحث وشو.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د منظمو پلانونو له مخې ښارګوټي جوړ کړي، او منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت