غزني ولایت کې د یو شمیر هستوګنیزو نمرو سروې وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۲:۱۰
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۳

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د غزني ښار په بېلا بېلو برخو کې د یو شمېر هستوګنیزو نمرو سروې ترسره شوه.

ښاغلي متقي وویل، د دې ریاست انجنیرانو د غزني ښار په درېیم پلان کې د یوې هستوګنیزې نمرې سروې وکړه او ډېر ژر به ورته کروکي هم ترتیب شي.

دغه راز، د غزني ښار په سای ګنج مغلان سیمه کې د ګازو د یو پمپ سټېشن چې د ګازو ټانکۍ او د اوسیدو خونې یې د باران د اوبو له امله له منځه تللې وې، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا یې لیدنه وشوه چې وروسته به د قانون له مخې ورته په نوي ځای کې ساحه معلومه، کروکي او سکېچ به یې ترتیب شي.

د یادولو ده چې د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کابل - کندهار پر لویه لار د سکوټ بازار په سیمه کې د سړک د کرب له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

د جوزجان په آقچه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ د ګودام له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان وایي، د تخنیکي ټیم او موظف هیئت په ملتیا یې د اقچه ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د ګودام له ودانیزو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۵
Background image

د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له قیر چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې، د صنعتي ښارګوټي د دویمې مرحلې د سړک له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

لغمان کې د اندروړ کلي د صحي کلینیک د ودانیزو چارو ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې، د عامې روغتیا ریاست له استازو او اړونده ادارو سره. . .

BACK TO NEWS