غزني ولایت کې د یو شمیر هستوګنیزو نمرو سروې وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۳
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د غزني ښار په بېلا بېلو برخو کې د یو شمېر هستوګنیزو نمرو سروې ترسره شوه.
ښاغلي متقي وویل، د دې ریاست انجنیرانو د غزني ښار په درېیم پلان کې د یوې هستوګنیزې نمرې سروې وکړه او ډېر ژر به ورته کروکي هم ترتیب شي.
دغه راز، د غزني ښار په سای ګنج مغلان سیمه کې د ګازو د یو پمپ سټېشن چې د ګازو ټانکۍ او د اوسیدو خونې یې د باران د اوبو له امله له منځه تللې وې، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا یې لیدنه وشوه چې وروسته به د قانون له مخې ورته په نوي ځای کې ساحه معلومه، کروکي او سکېچ به یې ترتیب شي.
د یادولو ده چې د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کابل - کندهار پر لویه لار د سکوټ بازار په سیمه کې د سړک د کرب له رغنیزو چارو څارنه وکړه.