سرپل ولایت کې د خپلو سرو ابادیو له جوړولو مخنیوی وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۲:۳۹
picture

۱۴۴۵/۱۰/۰۷

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د خپل سرو ابادیو له جوړولو مخنیوی وکړ.

ښاغلي ملا نوراني وویل، له خپل مسکلي ټیم سره یې یو ځای په سرپل ولایت کې له څو خپل سرو ابادیو له جوړولو لیدنه او مخنیوی وکړ.

د هغه په خبره، په څو نورو برخو کې یې د هغه ابادیو چې تر کار لاندې وې، له مالکینو یې غوښتنه وکړه چې د ابادۍ اړوند ویزه شوې نقشې یې د کور او ښار جوړولو له ریاست سره شریکې کړي او د قانوني پړاونو تر بشپړولو دې رغنیزې چارې وځنډوي.د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه ټولو ښارونو کې معیاري او قانوني ښاري ودې او پراختیا ته کار کوي او د ښاري تخلفاتو او خپل سرو ابادیو چارو مخنیوی کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ۍاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس الحاج ملا داد ګل مسلم د هدایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کندهار کې د سړکونو غاړې او پلي لارو څخه غیر قانوني چارې لیرې کړل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو په غاړه او پلي لارو کې د غیر قانوني چارو مخنیوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د خوست ښار کې د ښاري پلاني تخلفاتو پر وړاندې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په خوست کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجينري ټيم د ښاري پلاني تخلفاتو د. . .

BACK TO NEWS