زابل کې څه باندې ۲۶۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۱
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د زابل ولایت اړوندو سېمو په   ۱۸۹ قطعو کې، ۲۶۹ زره او  ۹۲۷ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۶۴۸۳۱ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۵۰۹۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو کې په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه و ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ او کندهار ولایتونو کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت لابراتوارونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

۱۴۴۷/۰۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، نن د دوو مهمو پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه تړونونو موخه د درملو او روغتیایي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۴
Background image

د فراه ښار د اتمې ناحیې د مسلخ د پروژې د کار له جریان څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۰۶

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د فراه ښار د اتمې ناحیې اړوند د مسلخ د احاطوي دیوال او خدماتي برخې د جوړولو د پروژې د تطبیق له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۱۳
Background image

د میدان وردک په نرخ ولسوالۍ کې د یو پل له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۰۶

د میدان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف‌العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د نرخ ولسوالۍ اړوند د یو پل له چارو څخه څارنه وشوه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS