زابل کې د دوه رغنیزو پروژو چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د تربیه معلم ۱۶ صنفي کمپلکس رغنیزې چارې ۵۰ سلنه او همداراز د زابل پوهنتون د احاطې دیوال رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړي دي.
د تربیې معلم ۱۶ صنفي کمپلکس په ۶۹۷ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۴۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د زابل پوهنتون د احاطې دیوال چې ۲۴۰ جریبه ځمکه احتوا کوي د ۳۹ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د صحي، تعلیمي او د دولت پراختیايي پروژو په تطبیق سره هېواد والو ته د خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او په دې برخه کې یې خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
###