زابل ولایت کې د یوې مذهبي پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۵/۷
زابل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي دادګل مسلم وایي، اړوند ټیم یې په دغه ولایت کې د مستوفيت محترم رياست اړوند د مسجد شريف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي مسلم وایي، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا یې د دغې پروژې له چارو څارنه وکړه، ترڅو اصول او معیار خوندي شي.
نوموړی وایي، د لیدنې پر مهال د شرکت مسؤلینو ته د ډيزاين مطابق د چارو پرمخ بيولو سپارښتنه وشوه او د پروژې د ګټورتيا او اغېزمنتيا اړوند يو لړ مهمې مشورې ورکړل شوې.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د لومړنیو چارو د ترسره کېدو په حال کې وه چې سیخ تړل او قالب تړل او کانکرېټ اچونه یې روانه وه.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو ودانیزو پروژو څارنه کوي، تر څو کیفیت او معیار خوندي شي او ټولې چارې یې د منل شوې نقشې مطابق پر مخ لاړې شي.
