د کور او ښار جوړولو وزیر، د تخار ولایت د تالقان ښار د زون ‌بندۍ پلان منظور کړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۲
تالقان تخار زون بندۍ پلان

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت د تالقان ښار د زون ‌معلومولو (زونینګ) پلان تائید او لاسلیک کړ.

یاد پلان، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري مطالعاتو او ملي جامع پلانونو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د منظور شوو تفصیلي پلانونو، د سیمې د اوسني وضعیت او د ښاري پراختیایي اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترتیب شوی دی.

د تخنیکي ارزونو له مخې، د تالقان ښار د نفوسو ودې، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو له امله د ښار د ځمکو د کارولو ډولونه او ودانیز تراکم د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو سره سم تنظیم شوي دی.

موخه دا ده، چې د ښاري پراختیا بهیر په علمي، معیاري او منظم ډول پر مخ لاړ شي.

په دغه پلان کې د استوګنیزو، سوداګریزو، خدماتي او عامه تأسیساتو ساحې، د ښاري زېربناوو اړتیاوې او د ځمکو د کارولو اصول د نافذه ښاري معیارونو له مخې تنظیم شوي دي.

تمه چې دا چاره به، د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو لپاره د تطبیق بنسټیز تخنیکي بستر برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د تالقان ښار د زون ‌بندۍ پلان له تشریحي راپور سره یوځای په ۲۳ پاڼو کې ترتیب او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به، د ټولو اړوندو ادارو له لوري عملي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر، د تخار ولایت د تالقان ښار د زون ‌بندۍ پلان منظور کړ

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت د تالقان ښار د زون ‌معلومولو (زونینګ) پلان تائید او لاسلیک کړ.

یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د تخار ولایت د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر له لوري لاسلیک او منظور شوه

۱۴۴۸/۱/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د تخار ولایت د تالقان ښار د ستراتیژیک پلان د بیاکتنې طرحه تر دقیقې ارزونې وروسته لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۰
Background image

د هرات ولایت د یوه جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۳

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم د ګذرې ولسوالۍ اړوند د عامه امنیت د پنځم کنډک د جامع جومات له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي څارنې پر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت