د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو د توپوګرافیکي سروې لپاره بې پیلوټه الوتکه و ازمایله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۴۷
د سروی او جي ای اس بې پیلوټه الوتکه

۱۴۴۷/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي، ای ایس ریاست متخصصینو د ساحو د توپوګرافیکي سروې لپاره د بې پیلوټه الوتکې (هوايي عکاسي) ازموینه ترسره کړه.

دغه ازموینه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجيب‌الله حیات حقاني د لارښوونې له مخې، د کابل نوي ښار په ساحه کې د دې وزارت د انجنیرانو او متخصصینو، دجي، ای، ایس محترم امر انجنیر یحیی محقق او مل ټیم له لوري، د کابل نوي ښار د پراختیا محترم رئیس مولوي محمد بلال محمدي، د ده سبز محترم ولسوال مولوي خان زمان نصرت، د ده سبز ولسوالۍ محترم امنیه قومندان حاجي لطیف، او د عمومي استخباراتو ریاست محترم استازي قاري اسدالله عابد په ګډون ترسره شوه.

محترم انجنیر یحیی محقق وویل، د هوایي عکاسي لپاره دا بې پیلوټه الوتکه د ځمکې د سروې لپاره بنسټیز اهمیت لري، څو د ښارونو او بنسټیزو پلانونو د جوړولو او تنظیم لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت به له دې وروسته د درې‌بُعدي هوايي عکاسي کامرو څخه د توپوګرافیکي سروې په برخو کې ګټه پورته کړي.

هغه زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د اسلامي امارت په چوکاټ کې لومړنۍ ښاري سکتوري اداره ده، چې د توپوګرافیکي سروې لپاره له دې ټکنالوژۍ ګټه پورته کوي.

په دې سره به د ښارونو طرحه کوونکي وکولای شي له زیاتو دقیقو او باوري انځورونو څخه په استفادې سره د ښارونو پلانونه طرح او تنظیم کړي.

نوموړي دا هم وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د هوایي عکاسۍ لپاره دوه ډوله بې پیلوټه الوتکې لري چې د ښارونو د پلانونو او نقشو د هوايي انځورونو د اخیستلو لپاره کار اسانه او چټکوي، چې په باور یې که د ځمکني کمرې په وسیله توپوګرافیکه سروې یوه میاشت وخت ونیسي، نو دا کار د ډرون په مټ په یوه ساعت کې ترسره کېدای شي.

یاده دې وي، چې دا ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه او د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو ټولې تخنیکي برخې تنظیم کړې، ډرون یې هوا ته پورته کړ او په څو دقیقو کې یې ازموینه بشپړه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د کندهار ښار د نهمې ناحیې په مارکیټونو کې د سرغړونو د اصلاح لپاره څارنه او خبرتیا ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحیې په دوو مارکیټونو کې چې پیکونه یې په عامه پلې‌لارو کې ځای پر ځای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري سرغړونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست اړوند تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت