د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د کابل پوهنتون په سمینار کې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۳:۴۵
سمینار پوهنتون کابل

۱۴۴۶/۰۸/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د کابل پوهنتون په سمینار کې د شاوخوا پنځه ولایتونو محصلینو ته ارزښتناکه وینا وکړه.

داخلي اختلافونه، قومي تعصبات، بهرني یرغلونه، فقر او بېوزلي، د زده کړو کچې ټیټوالی، رهبري، فکري او کلتوري یرغل، د هویت بحران، د عامه همکاریو نشتون، د ځوانانو رول او داسې نور هغه موضوعات و چې، ښاغلي شیخ حمدالله نعماني پرې هر اړخیز وضاحت ورکړ.

پر دې سربېره، د نړۍ په کلي کې د نه اختراعاتو او نوښتونو په ډګر کې د افغانستان وروسته پاتې کېدلو لاملونه، د غلامۍ ډولونه او لاملونه، بیرونۍ لاسوهنې، ډیموکراسي او اسلام، جهاد او اسلامي ارزښتونه، ملي یووالی او د افغانستان اسلامي امارت اهداف، د افغانستان او افغانانو عروج او زوال، مذهبي اختلافات او نور مهم عنوانونه وو چې، بحثونه پرې وشول.

ښاغلی سرپرست وزیر وویل، اسلامي امارت د فکر او عقیدې پر اساس د ملي یوالي سمبول دی چې، له بدخشان تر کندهار او نورو ټولو ولایتونو کې د یو هدف لپاره یو غږ او یو امیر لري او ملي یووالی یې ساتلی دی.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني له محصلینو وغوښتل چې، له قومي، سمتي، مذهبي او نورو تعصبات کرکه وکړي او د اسلامي اخوت په لحاظ له اسلامي امارت سره د عامه همکاریو پر اساس لاس یو کړي.

دمعلوماتو له مخې، د بېلا بېلو پوهنتونونو محصلینو ته دغه سمینار د دولس ورځو لپاره په پام کې نیول شوی چې، هر اړخیزه روزنه به ورکړل شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د پروژو  پر زر بشپړیدو او د ستونزو پر حل ټينګار وشو

۱۴۴۷/۰۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ غونډه د مالي او اداري معین محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ترسره شوه، چې په غونډه کې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت دیارلسمه کاري ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۲/۴

د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت دیارلسمه کاري ناسته د محترم مولوي گل زرین صابر په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.

د ناستې په پیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۰
Background image

په هرات کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۲/۰۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په انجیل او گذره ولسوالیو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې. . .

BACK TO NEWS