د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو لپاره د ځمکو د انتقال بهیر ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۳:۵۲
وزارت

۱۴۴۸/۱/۱۱

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس، د استوګنیزو پروژو د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یوپنځوس (۵۱) جریبه ځمکه په کابل کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته ولېږدول شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د حقوقي اعتبار ورکولو محترم ریاست وایي، یاده ځمکه دوه قطعې ده چې (۹) نهه جریبه ځمکه یې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې او (۴۲) دوه څلوېښت جریبه نوره ځمکه په بګرامیو ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د ځمکو د انتقال دغه رسمي بهیر، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو د پلي کېدو په موخه، ترسره شو.

یاد انتقال د اړوندو مسؤلینو ترمنځ د رسمي هوکړه ‌لیک له مخې ترسره شو، چې موخه یې د منظم ښار جوړولو پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو پوره کول او د ښاري پراختیايي پروژو پیاوړتیا ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دې اقدام هرکلی کوي او ټینګار کوي، چې د یادو ځمکو په ترلاسه کېدو سره به د معیاري ښارګوټو او استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې د نافذه تخنیکي او حقوقي اصولو مطابق پر مخ یووړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د الشفاء روغتون د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د الشفاء روغتون د دویمې برخې پروژې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو لپاره د ځمکو د انتقال بهیر ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۱

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس، د استوګنیزو پروژو د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یوپنځوس (۵۱) جریبه ځمکه په کابل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار د څلورمې ناحیې په تایمني پروژه کې د ساختماني فعالیتونو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت