د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د اپارتمانونو د په اجارې د ورکړې لپاره د تګلارې پر جوړولو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۵۵
picture

۱۴۴۵/۱۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسناد د بیا کتنې او د پړاونو بشپړولو کمېټې ناسته وکړه، او د دغه وزارت اړوند د اپارتمانونو د په اجارې د ورکړې لپاره یې د ا.ا.ا د محترمې کابینې د پرېکړې پر عملي کولو بحث وشو.

په ناسته کې، په تېر کې د اپارتمانونو د خرڅلاو پر څرنګوالي خبرې وشوې او زیاته شوه، چې د ا.ا.ا د محترمې کابینې د پرېکړې له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ځینې اپارتمانونه دې په اجاره ورکړل شي، د ناتسې د ګډونوالو په وینا لازمه ده یو طرزالعمل ورته جوړ شي.

ګډونوالو، د اپارتمانونو د اجارې، شرایطو، بیې، د هر اپارتمان په اندازې او نورو اړوندو موضوعاتو نظرونه شریک کړل.

د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، د دغه وزارت اړوند د اپارتمانونو د په اجارې د ورکړې لپاره د تګلارې پر شرعي، حقوقي، تخنیکي، اقتصادي او نورو مسایلو دې د نورو قوانینو سره سم غور او څېړنه وشي او په لنډ وخت کې دې د رامنځته کېدونکي طرزالعمل پړاونه بشپړ شي، چې په خبره یې د منظورۍ لپاره اړونده مرجع ته ولېږل شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۱
Background image

د لغمان په کافر ګله ساحه کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت کافر ګله ساحې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه اصلاحي تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت