د کندهار څلور ولسوالیو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۴۲
kandahar

۱۴۴۶/۰۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېواد په کچه ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د غیر پلاني او خپل سرې ودې او پراختیا مخنیوی وکړي.

د پورته ذکر شوې موخې ترلاسه کولو لپاره پلان دی چې د نویو بازارونو سروې او په هر ولایت کې د څو ولسوالیو لپاره ستراتېژیک / تفصیلي پلانونه جوړ شي.

د همدغې هڅې په لړ کې، دا دی د کندهار ولایت د څلورو ولسوالیو لپاره چې منظم تفصیلي پلانونه جوړ او تائید شول.

د کور او ښار جوړلو وزارت د ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو محترم ریاست د کندهار (غورک، لوړ شاولي کوټ، ښکته شاولي کوټ، ښکته میوند) ولسوالیو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ او د تائید په موخه رسماً لاسلیک شول چې په یاد ولایت کې به د کور او ښار جوړولو محترم ریاست ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، د دې او دېته ورته پلانونو په جوړېدو سره به په بازارونو او ولسوالیو کې د غیر پلانې او خپل سرې ودې او پراختیا مخنیوی وشي.

ښاغلی شیخ حمدالله نعماني وایي، د دې پلانونو په تطبیق سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له منظمې ښاري ودې او پراختیا څخه برخمن شي او پانګوال به په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې تر ممکنه بریده په هېواد کې د غیرمنظمې، خپل سرې او غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وکړي او خلک له ښاري امتیازاتو برخمن کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

غزني کې د پنځوس بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون له روانو رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS