د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول او د باراني اوبو د مخنیوي چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۱/۷
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو په ښارګوټي کې د سړکونو د لیول کولو او د باراني اوبو د مخنیوي په موخه د اړینو رغنیزو چارو د پلي کېدو بهیر پیل شو.
یادې چارې د ښارګوټي د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا، د سړکونو د وضعیت د ښه والي او د باراني اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
د پروژې په ترڅ کې به د ښارګوټي سړکونه هوار او منظم شي او د باراني اوبو د راټولېدو او زیانونو د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي، څو د سیمې اوسېدونکو ته غوره اسانتیاوې برابرې شي.
تمه کېږي چې د دغو چارو په بشپړېدو سره به د ښارګوټي د بنسټیزو خدمتونو وضعیت ښه او د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.
