د کندهار د استیناف څارنوالۍ ودانۍ رغنیزې چارې روانې دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ولایت په عېنو مېنې ښارګوټي کې د استیناف څارنوالۍ ریاست ودانۍ رغوي.
دا څلور پوړیزه ودانۍ پر ۱۴۰۰ متر مربع ځمکه باندې د ۷۶ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیایی بودیجې څخه رغیږي.