د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
کابل بګرام سړک

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه، چې په خبره یې کارونه په بېلابېلو برخو کې دوام لري او اوسمهال د سړک د بستر جوړولو، د بنسټیزو طبقو هوارولو او ټینګولو، د پلچکونو جوړولو او یو شمېر نورو اړوندو چارو عملي کارونه روان دي.

د پروژې د ورځني کاري راپور له مخې، د ګلدین سیټي ودانیز شرکت سیمې په مربوطاتو کې د سړک د لومړۍ بنسټیزې طبقې لپاره د موادو اچولو، هوارولو او ټینګولو چارې ترسره شوې دي.

همدارنګه د عمرزیو او بختیارانو په ساحو کې د سړک د بنسټیزې طبقې د موادو اچولو، هوارولو او ټینګولو کارونه هم دوام لري.

د سړک په ختیځ لوري کې د فیصل محمدي د تېلو ټانک او بابه قشقار سړک ته څېرمه د ځمکې د کیندنې چارې روانې دي، په داسې حال کې چې د بازار په سویلي برخه کې د سړک د بستر د هوارولو او ټینګولو کارونه هم ترسره کېږي.

په ورته وخت کې، د ذغال‌پلورونکو سیمې ته څېرمه د سړک د دویمې بنسټیزې طبقې د هوارولو او ټینګولو کارونه روان دي او د پروژې په مسیر کې د سړک دواړو غاړو ته د استملاک شویو ودانیو د تخریب چارې هم په مناسب سرعت دوام لري.

د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو پروژه، د نوي کابل ښار له مهمو زیربنايي پروژو څخه ده، چې د بشپړېدو په صورت کې به د ترافیکي اسانتیاوو د رامنځته کولو او د کابل او شمالي سیمو ترمنځ د تګ راتګ په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت