د کاسا زر پروژې په اوږدو کې د مالکیت حق تثبیت چارې چټکې شوي دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۹:۲۹
کاسا زر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو د انسجام چارو ریاست له لارې په پنجشېر، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې د کاسا زر د برښنا انتقالي پروژې تطبیق لپاره د مالکیت حق تثبیت چارې چټکې کړي دي.

تر دې دمه د پنجشېر ولایت په پریان، خاواک، خېنج او مرکز بازارک کې د ستنو ۱۴۲ ځایونه، د کاپیسا په کوهبند او لومړۍ حصې کوهستان کې د ستنو ۳۸ ځایونه او د ننګرهار ولایت په مهمندو، ګوشتې او لعل پورې ولسوالیو کې د ستنو ۲۶۱ ځایونو د مالکیت حق تثبیت، بیې ايښودنې او ارزښت موندنې چارې ترسره شوي دي.

په پنجشېر کې له یادو ستنو څخه ۱۳۲ دولتي او ۱۰ شخصي، په کاپیسا ولایت کې ۲۴ ستنې دولتي او ۱۴ ستنې شخصي او په ننګرهار کې هم د ستنو نصب زیات شمېر ځایونه دولتي تثبیت شوي دي.

اوس مهال د دولتي ځمکو او ملکیتونو په توګه د یاد شمېر ستنو د نصب ځایونو تثبیت سره د افغانستان برښنا شرکت له لوري د ستنو نصب ته زمینه برابره ده.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې چې د نړیوال بانک په مالي مرسته تطبیق کیږي، د قرغزستان او تاجیکستان ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کیږي. د دغې سترې پروژې پر مټ، په زرګونه کورنۍ په افغانستان او پاکستان کې له برښنا څخه برخمنې کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت