د کار کوونکو لپاره د ډاډمنې فضا رامنځته کولو په موخه کوټلي ګامونه پورته شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۵۶
وزارت

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د وزارت ودانیو او چاپېریال سربېره، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو پراختیا محترم معینیت او دغه راز د ښاري چارو محترم معینیت اړوند ودانیو او چاپېریال څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مرستیال محمد ارسلاح خروټي د یادو برخو هر اړخیز جاج واخیست او د چارو د لا ښه ترسره کېدو، ډاډمنې فضا رامنځته کېدو، او په وخت د چارو ترسره کېدو په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته اړین هدایات ورکړل.

دا چې په لارو کې ترافیکې ګڼه ګوڼه زیاته ده، نو د رسمي چارو ترسره کېدو په موخه د تګ راتګ وخت معلوم او لارې په نښه شوې.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال د کار کوونکو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ تر څو د حاضرۍ لاسلیک کولو په مهال ډېر تم پاتې نه شي او نه چارې وځنډېږي.

د شته کمرو سربېره د نورو بېلا بېلو امنیتي کمرو نصبول، د کارتونو درلودل او ځینې نور مهم هدایات هغه څه وو چې، په تړاو یې له مسؤلینو سره خبرې وشوې.

اړوندومسؤلینو ژمنه وکړه چې، ورسپارل شوې دندې به په سمه توګه سرته رسوي او یوه شېبه به هم غفلت نه کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، هېوادوالو ته په وخت خدمات ترسره شي او پر وړاندې یې څوک خنډ رامنځته نه کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS