د کابل ښار په یوه عامه تفصیلي ساحه کې ښاري سرغړونې په ګوته او د اصلاح لپاره یې هڅې روانې دي
۱۴۴۸/۱/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل ښار یوې داسې ساحې ته مراجعه وکړه چې د تفصیلي پلان له مخې د جومات او شنې عامه ساحې په توګه ځانګړې شوې ده.
د تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې روانې دي، چې شاوخوا ۱۷۰ هټۍ په کې د جوړېدو په حال کې دي.
یاده ساحه د ښاروالۍ له لوري خصوصي اشخاصو ته د قرارداد پر اساس سپارل شوې ده.
د یادې پروژې په اړه په پخوانیو نظارتونو کې له مسؤلینو څخه قانوني اسناد او مدارک غوښتل شوي وو، خو هغوی د اړینو اسنادو له وړاندې کولو ډډه کړې وه، له همدې امله د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست له لوري د اسنادو تر وړاندې کېدو او د موضوع تر روښانه کېدو پورې د پروژې د ودانیزو چارو د درولو پرېکړه شوې وه.
خو د وروستي ساحوي نظارت له مخې څرګنده شوه، چې د پروژې مسؤلینو تر اوسه پورې هېڅ ډول قانوني اسناد نه دي وړاندې کړي او سربېره پر دې یې د ریاست د هدایتونو خلاف بیا ځل د ودانیزو چارو فعالیتونه پیل کړي دي.
د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، یاده ساحه د تفصیلي پلان مطابق د جومات او عامه شنې ساحې لپاره ځانګړې شوې، چې د سیمې د اوسېدونکو د ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا مهم رول لري.
یاده موضوع، د لا زیاتې ارزونې او د قانوني اجراآتو د ترسره کېدو په موخه تر جدي څار لاندې ده.
