د کابل ښار په څلور زونونو کې د ترانسپورتي ترمینلونو د جوړولو لپاره د ځای پر ځانګړي کولو هوکړه وشوه
۱۴۴۵/۹/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، کابل کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ختمولو او د ترانسپورتي ترمینلونو جوړولو په پار ناسته وشوه.
دغه ناسته د ا.ا.ا د محترمې کابینې د ۱۴۴۵/۸/۲۲ نېټې د اتلسمې ګڼې مصوبې د عملي کېدا په موخه ترسره شوه، چې په کې د ترانسپورت او هوايي چلند محترم وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت او د کابل محترمې ښاروالۍ استازو هم ګډون کړی وو.
د کور او ښار جوړولو وزارت ښاغلي سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د چهار اسیاب چهل دختران سیمه کې د ترانسپورتي ترمینل لپاره ځانګړې شوې ځمکه د ترانسپورت محترم وزارت ته تسلیم شي او هغه ساحې چې د پلان تعدیل ته اړتیا وي، پلان دې ورته تعدیل شي.
دغه راز د ښاغلي نعماني په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت او د ترانسپورت محترم وزارت استازو د شمال ترانسپورتي ترمینل جوړولو په موخه د ځمکې د تشخیص په پار د کابل پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په ختیځه برخه کې له ځمکو لیدنه وکړه.
یاد ترمینلونه، د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ، استالف، چهاراسیاب او د پغمان په ارغندۍ کې جوړېږي، چې ټولې ترانسپورتي اسانتیاوې به په کې په پام کې ونیول شي.