د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د موقتي هټیو د وضعیت څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۴/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د اکادمیکې ساحې او سړک د حریم ترمنځ له ساحې څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د یادې ساحې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په تېر وخت کې د کابل ښاروالۍ د حکم پر بنسټ په یاده سیمه کې یو شمېر موقتي هټۍ جوړې شوې وې، خو اوس مهال یادې هټۍ او اړوند تأسیسات په بشپړه توګه راټول شوي او له سیمې څخه لرې شوي دي.
د ساحې د اوسني وضعیت له مخې، یاده سیمه په بشپړه توګه هواره او له هر ډول هټۍ او جوړې شوې ودانۍ څخه پاکه ده او د څارنې پر مهال په سیمه کې د هټیو د جوړولو هېڅ ډول چارې ونه لیدل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي ټیمونه د ښاري نظم د ټینګښت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه په بېلابېلو سیمو کې خپلې تخنیکي څارنې او ارزونې په دوامداره توګه ترسره کوي.
