د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي د عامه پوهاوي بهیر بشپړ شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۶
۸ مه ناحیه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپل منظم نظارتي او عامه پوهاوي پروګرام په لړ کې، د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د میرویس ښارګوټي ته تخنیکي سفر ترسره کړ.

د یاد ښارګوټي په تېرو څارنو کې یو شمېر ساختماني سرغړونې او له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې جوړونې تثبیت شوې وې، چې اړوند موارد مستند او مالکانو او مسوولینو ته د سرغړونو د دوام د مخنیوي او د ښاري مقرراتو د رعایت په اړه لازمې لارښوونې شوې وې.

په دې پړاو کې د میرویس ښارګوټي د مالکانو، سرغړونکو او اړوندو کسانو لپاره د عامه پوهاوي او خبرتیا بهیر په بشپړه توګه ترسره شو. په دې لړ کې لیکلي خبرتیاوې او ابلاغیې ووېشل شوې او د ساختماني سرغړونو، د اړوندو اسنادو د وړاندې کولو او د ښاري اصولو د رعایت په اړه لازم معلومات ورکړل شول.

همدارنګه، له مالکانو او اړوندو کسانو وغوښتل شول چې د ملکیت اسناد، ساختماني نقشې، جوازونه او نور اړوند مدارک په ټاکلې موده کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د دوی اسناد او ساختماني وضعیت له قانوني لارې وڅېړل شي.

د دې بهیر موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روڼتیا، د سرغړونو د دوام مخنیوی، د ښاري اصولو او مقرراتو د رعایت ډاډ او د منظور شوو ښاري پلانونو د تطبیق زمینه برابرول دي. د اړتیا په صورت کې به تثبیت شوې سرغړونې د نافذه قوانینو له مخې اړوندو مراجعو ته راجع شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت