د کابل ښار له ماسټر پلان د تطبیق چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۵۸
کابل

۱۴۴۷/۰۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق څخه څارنه وکړه.

ښاغلي حقاني وویل، دغه نظارت د ساساکي پلان پر اساس، چې د ښار ډیزاین چوکاټ بلل کېږي، د اولې ناحیې په مربوطاتو کې تر سره شو.

د نوموړي په خبره، تخنیکي ټیم دا ځل د عیدګاه مسجد شریف او د میوند جادې  شاوخوا هغه ساحې وڅارلې چې د "مختلط متوسط منزل کارونې" په کټه ‌ګورۍ کې راځي.

د ښاغلي مولوي حقاني په وینا، چې دا ډول څارنې به دوامداره وي، څو د ښار ښکلا، نظم، او قانوني پراختیا وساتل شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د تخلفاتو مخنیوي، بیت المال خوندیتوب او د پلان پر بشپړ تطبیق خبرې وشوې

۱۴۴۷/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، او د مالي او اداري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن ودانیزو چارو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۱۵
Background image

د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق او ارزونې په موخه ځانګړې غونډه تر سره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

په میدان وردک کې د پوهنتون د سړک له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

 د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردک پوهنتون د سړک او سیلبر له چارو څارنه وشوه.. . .

BACK TO NEWS