د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
کابل شکردره

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې او د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په یوې برخې کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وکړه.

د دغې څارنې موخه د هغو تولیدي شرکتونو او فابریکو پېژندنه او ارزونه وه چې د کابل ـ شمال لویې لارې په اوږدو کې د ښاري پلانونو له رعایت پرته جوړې شوې او فعالیت کوي.

 په دغو فابریکو کې د ډبرو د پروسس، اوسپنې ویلې کولو، پلاستیکي توکو تولید، درمل جوړونې او نور صنعتي فعالیتونه شامل دي.

د څارنې پر مهال د فابریکو موقعیتونه او د فعالیت ډولونه تثبیت او په اړه یې لومړني معلومات راټول شول.

همدارنګه له مالکینو وغوښتل شول چې د ودانیزو چارو او فعالیتونو اړوند اسناد، جوازونه او نور قانوني مدارک وړاندې کړي، څو له بشپړې ارزونې وروسته د ښاري قوانینو او مقرراتو له مخې لازم تصمیم ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې د ښار جوړونې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، صنعتي فابریکې او ورته فعالیتونه باید په ځانګړو او منظور شویو صنعتي ښارګوټو کې ترسره شي.

یاده څارنه د ښاري قوانینو د پلي کېدو د ډاډ، د غیرمجازو صنعتي فعالیتونو د مخنیوي او د ښاري او ساختماني تخلفاتو د پراختیا د محدودولو په موخه ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د الشفاء روغتون د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د الشفاء روغتون د دویمې برخې پروژې، چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت