د کابل ولايت په غير پلاني سيمو کې له ۴۷۰ زرو څخه زيات کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۱۲:۱۸
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې په دوام په کابل ولايت کې ۴۷۵۴۴۶ کورونه سروې او ثبت کړي دي.

 په دې ډله کې د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې ۹۶۵۳، په دويمه ناحيه کې ۶۶۱۵، په دريمه ناحيه کې ۱۱۴۵۵، په څلورمه ناحيه کې ۱۷۱۵۰، په پنځمه ناحيه کې ۳۹۶۹۲، په شپږمه ناحيه کې ۳۹۴۴۹، په اوومه ناحيه کې ۳۶۴۰۰، په اتمه ناحيه کې ۳۵۴۴۷، په نهمه ناحيه کې ۲۲۴۹۴، په لسمه ناحيه کې ۲۱۰۹۳، په يوولسمه ناحيه کې ۳۱۴۶۳، په دولسمه ناحيه کې ۲۲۶۰۵، په ديارلسمه ناحيه ۴۶۵۰۳، په څوارلسمه ناحيه کې ۱۰۱۲۷، په پنځلسمه ناحيه کې ۲۶۴۰۰، په شپاړلسمه ناحيه کې ۳۰۶۷۳، په اوولسمه ناحيه کې ۴۶۷۷۲، په اتلسمه ناحيه کې ۳۵۸۸، په نولسمه ناحيه کې ۳۵۴۴، په شلمه ناحيه کې ۳۱۹۷، په يوويشتمه ناحيه کې ۲۹۰۵، په دوه ويشتمه ناحيه کې ۴۶۵۲ او په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۶۹ کورونه سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه د کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلال‌اباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو غیر رسمي سیمو کې جوړو شويو ۵۰۰ کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۲
Background image

په ننګرهار کې د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د مرکز اړوند د جهادي مدرسې د ساحې توپوګرافي سروې بشپړه کړې ده.

یاده ساحه ۱۲۳.۱۸ جریبه ځمکه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ام ـ اې (۰۴) سړک د جوړولو چارې په چټکۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت