د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا په موخه ساحوي ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۱۶
کابل جدید

۱۴۴۸/۳/۶

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا او د پاتې خنډونو د هواري په موخه، د پروژې په ساحه کې د برېښنا شرکت له تخنیکي ټیم سره ګډه ساحوي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پروژې د روانو چارو، په ځانګړي ډول د برېښنا اړوندو فعالیتونو او د کار د چټکتیا پر څرنګوالي خبرې وشوې. د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم ژمنه وکړه چې د خپلو اړوندو چارو د چټک بشپړولو او د پروژې د کاري بهیر د لا چټکتیا لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.

د پروژې په ساحه کې د سړک د ختیځې برخې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې د کیندنې چارې روانې وې او په یو شمېر برخو کې د سړک د بنسټیزې طبقې د موادو د هوارولو او کلکولو چارې ترسره کېدې. همدارنګه د فرعي بنسټ د طبقې د هوارولو او کلکولو فعالیتونه هم روان وو.

د سړک په ختیځه برخه کې د استنادي دېوال د ډبرو کارۍ چارې بشپړې شوې دي. ورسره هممهاله د اتم او نهم پلچک د چت او بیمونو د قالب‌ تړلو او سیخ‌ تړلو چارې هم روانې وې.

د پروژې د تګ ‌راتګ د اسانتیا او د ساختماني فعالیتونو د منظم دوام په موخه، د اړوند کمېسیون په همغږۍ د موقتي سړک د هوارولو او کلکولو چارې هم ترسره شوې.

د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا د ستنو د نصبولو چارې د قراردادي شرکت په تخنیکي همکارۍ روانې وې، چې د دې فعالیتونو په بشپړېدو سره به د سړک د پروژې په اړوندو برخو کې د ساختماني چارو د لا ښه پرمختګ زمینه برابره شي.

له بلې خوا، د سړک په ختیځه او لویدیځه برخه کې د یو شمېر دوکانونو او مارکېټونو د تخریب چارې هم د اړوندو مالکانو له لوري ترسره شوې، چې په دې سره د پروژې د تطبیق لپاره د ساحې د چمتو کولو بهیر مخته ځي.

د کابل–بګرام سړک د پروژې د چارو د چټک پرمختګ په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي دوام لري او هڅه کېږي چې پاتې خنډونه پر وخت هوار او ساختماني چارې د ټاکل شوي کاري پلان مطابق په چټکۍ او معیاري ډول پرمخ یووړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت