د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني د ارزګان ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
IM

24/12/1400هـ، ش

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت څخه راغلو مشرانو سره وکتل او د ځمکو استملاک او ځینو نورو برخو کې د شته ستونزو په حل یې خبرې وکړې.

لومړی د ارزګان ولایت راغلو ځینو مشرانو د ځمکو استملاک برخه کې د خپلو ستونزو او غوښتنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او له ښاغلي وزیر صاحب یې غوښتنه وکړه چې د حل برخه کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني یادو مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې ستونزې برخه کې به یې د ارزګان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست له لوري اقدامات وشي.

دغه راز ښاغلي مولوي نعماني صاحب راغلو مشرانو ته لازمې لارښوونې وکړې چې خپلو ستونزو د حل لپاره له کومو لارو چارو کار واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت