د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال له امان الله غالب سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۵:۴۰
مالی

443/11/09

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د تېر حکومت په مهال د برېښنا شرکت له اجرائیوي مشر ښاغلي امان الله غالب سره وکتل او هېواد ته ښه راغلاست یې ورته وویل.

په دغه لیدنه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي هېواد ته د یو شمېر مخکینیو افغان سیاسیونو راتګ یو نیک اقدام وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.

هغه وویل، اسلامي امارت له ټولو تللو هېوادوالو غواړي چې بیرته راشي او په خپل هېواد کې خدمت وکړي.

حافظ محمد امین فاروقي د خپلو خبرو پر دوام وویل، اسلامي امارت به وړتیا او ظرفیتونو ته په کتو په بېلا بېلو برخو کې له راغلو شخصیتونو ګټه پورته کړي او د خدمت کولو زمینه به ورته برابره کړي.

ورپسې د برېښنا شرکت پخواني اجرائیوي مشر انجنیر امان الله غالب، د اسلامي امارت له مشرانو او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي څخه مننه وکړه چې د بیرته راتګ په برخه کې یې ورسره همکاري وکړه.

انجنیر امان الله غالب وویل، چمتو دی چې د اسلامي امارت په اډانه کې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي او د یو افغان په توګه خپله ایماني او وجداني دنده سرته ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بندر د جومات د اعمار له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

د غزني ښار د خواجه علي صاحب د سړک د پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په مرکز کې د خواجه علی صاحب د سړک د پروژې له چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت