د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال د کورنیو چارو وزارت له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل

30/10/1443
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو محترم وزارت له ځینو مسؤلینو سره وکتل او د هغه امنیتي منسوبینو د دندو تنظیمولو او څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د امنیت خوندیتوب په موخه د (۱۴۰۱) کال لپاره ګمارل شوي دي.
په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د (۱۴۰۱) کال لپاره د خپلو تشکیلاتو او د دولتي ملکیتونو د ساتنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دولتي ملکیتونو ساتنه او خوندیتوب د کورنیو چارو وزارت له مسؤلیتونو څخه دی.
د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د ټولو هغه امنیتي منسوبینو او د هغوی لپاره د اړتیاوو لېست دوی ته وسپاري چې د دې وزارت په ټولو برخو کې د امنیت خوندیتوب په موخه ګمارل شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د دې وزارت له اړوندو مسؤلینو غوښتنه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ډاډمن امنیت په موخه ټولې اړتیاوې په ګوته او د حل په موخه یې د کورنیو چارو محترم وزارت سره شریکې کړي.