د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

02/23/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د غور له والي محترم مولوي احمدشاه دین دوست او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل او د غور ولایت د ښاري ستونزو د حل په اړه یې د نظر تبادله وکړه.
په دې کتنه کې د غور والي د غور ولایت د وضعیت او ښاري ستونزو په اړه یې خبرې وکړې او د شته ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست محترم مولوی حمدالله نعماني څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وویل چې دغه وزارت د غور ولایت د ښاري ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې لټوي.