د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ترکیې هېواد له سفیر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۴:۴۲
sfhgjh

۱۴۴۳/۱۰/۱۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني د یاد وزارت په مقر کې د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګین ای سره وکتل او له افغانستان او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د ترکیې هېواد پر همکاریو یې خبرې وکړې.

په لیدنه کې خبرې وشوې چې څنګه کېدای شي د تریکې ساختماني شرکتونو لخوا د نیمه کاره پاتې پروژو چارې بشپړې شي.

دغه راز خبرې وشوې چې ترکیې شرکتونه او پانګوال په افغانستان کې د مسکن او ښاري پراختیا برخو کې پانګونه وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني وویل، له ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو ملاتړ کوي چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی به ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي حمد الله نعماني په کابل کې د ترکیې له سفیر غوښتنه وکړه چې د ترکیې هېواد په تېر کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د مسکن، ښاري پراختیا او کدستر برخو کې درې تفاهم لیکونه ترتیب کړي چې باید لاسلیک او عملي شي.

نوموړي د ترکیې له سفیر جهاد ارګین ای وغوښتل چې د یادو تفاهم لیکونو د پلې کولو ترڅنګ دې د ترکیې دوست هېواد د تاریخي ابداتو بیا رغونې او ساتنې، مسکن جوړولو او ښاري پراختیا برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره همکاري وکړي.

په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر جهاد ارګین ای وویل، هېواد یې له افغانستان سره د ښاري پراختیا، مسکن جوړولو، او د تاریخي ابداتو په بیارغونه او ساتنه کې همکاري کوي او په وینا یې لازمه ده چې په له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره ترتیب شوي درې تفاهم لیکونه وکتل شي او د ستونزو نه موجودیت په صورت کې عملي شي.

نوموړي یادونه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره به په اړیکه کې وي، د ترکي ساختماني شرکتونو ستونزې او ننګونې په وڅېړي او په ټپه ولاړې پروژې به پیل کړي.

دواړو خواوو لازمه وګڼله چې د شته ستونزو د حل او چارو پیلېدو په موخه باید ګډه کمېټه جوړه شي چې د پروژو په اړه څېړنه وکړي او د پیلولو په موخه یې حل لارې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ناقانونه ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست، د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت ټیمونو، د دوامداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت