د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې لپاره لابراتوار جوړوي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۲
لابراتوار

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ساختماني موادو د کیفیت ازموینې د لابراتوار لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

 په دغو مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د سترې محکمې محترم معین شیخ نورالله منیر، په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو رئیسانو، د کور او ښار جوړولو وزارت ځینو رئیسانو او انجنیرانو ګډون کړی وو.

غونډې ته په وینا کې، د سترې محکمې محترم معین شیخ نورالله منیر، د اسلامي امارت راتګ، حاکمیت او بقا، د هېواد د بیا رغونې، ابادۍ او پرمختګ لپاره یو مهم فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې چارې باید په پوره صداقت، امانتدارۍ او مسلکي ژمنتیا سره ترسره شي.

همدلته، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د ودانیزو موادو کیفیت په معیاري او مسلکي ډول ارزول کېږي، څو راتلونکې ساختماني چارې په لوړ کیفیت او د انجنیري اصولو سره سمې عملي شي.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې خپلې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي.

د ساختماني موادو د کیفیت خوندیتوب د هرې ودانۍ د پایښت، خوندیتوب او اقتصادي ارزښت لپاره بنسټیز اهمیت لري او د کیفیت کنټرول یو مهم اصل دی چې باید د هرې ساختماني پروژې په ټولو پړاوونو کې په پام کې ونیول شي.

په لابراتوار کې به د موادو فزیکي او کیمیاوي ځانګړتیاوې اندازه کېږي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې مواد له ملي او نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

د یاد لابراتوار د بنسټ ډبره اېښودل په داسې حال کې ترسره کېږي چې په نوي کابل ښار او نورو ښاري سیمو کې د ساختماني پروژو بهیر مخ په پراخېدو دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د راستنو شوو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې بهیر ګړندی شوی؛ ننګرهار کې سلګونه کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي وزیر، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د خوست ولایت د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او انجینري ټیم له لوري، د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت