د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د قوانینو د تعدیل کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۶:۱۴
hdehtfgb

۱۴۴۳/۱۰/۲۳

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د قوانینو د تعدیل کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه چې د دې وزارت پورې اړوند ټول قوانین، مقررې، طرزالعملونه او لایحې به په دقیقه توګه مطالعه کوي او هر هغه ماده چې د اسلام دین سره په ټکر کې وي، تعدیل کړي.

یادې کمېټې په خپله لومړنۍ ناسته کې پر دې بحث وکړ چې د وزارت اړوند قوانین، مقررې او طرزالعملونه به کرښه په کرښه د تخنیکي او حقوقي پلوه څېړي او ټولې هغه نقطې به په ګوته کوي چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.

ټاکل شوې چې یاده کمېټه به په څو لنډو ورځو کې ټول قوانین، مقررې او طرزالعملونه وڅېړي او وروستۍ پایله به له رهبرۍ سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د عامه تاسیساتو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د ژمي موسم راتګ له رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، چې ورسره ورسره د مهاجرینو لپاره د دایمي اوسېدو د زمینې برابرېدو په پار هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت