د ښاري چارو کمیسیون دښاري نقشو د ویزه کولو اړوند ناسته وکړه
1444/09/12
د کور او ښار جوړولو د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون ناسته وکړه او په بیلا بیلو اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې په ښارونو کې د اصولو او ارزښتنو سره سم د تیلو او مایع ګازو د پمپ اسټیشنونو د جوړولو په څرنکوالي خبرې وشوې.
همدارنګه اړوندو مسؤلینو په غزني ښار کې د ځینو استوګنیزو سیمو په سوداګریزو سیمو د تبدیل په اړه نظرونه شریک کړل او ټینکار یې وکړ چې د دې ښار تاریخي مخینې ته په کتود ښاري اصولو اړوند باید د دې ښار له تاریخي ابداتو ساتنه وشي.
د ښاري نقشو د ویزه کولو د کمیسیون غړو په پکتیکا کې د ځینو سیمو د تعدیل په سمون او د لوګر پل علم ښار کې د رخت پلورونکو د مارکیټ د ویزه کولو په څرنکوالي او دغه رازپه بامیان ولایت کې د ملا غلام په ښار ګوټي کې د ځینو سوداګریزو سیمو بدلول په استوګنیزو باندې خبری وکړې.
د ښاري چارو محترم معین د دې کمیسیون غړو ته د دوی دکارونو دمخکې وړلولارښونه وکړه او د مطرح شویو موضوعاتو په تعقیب یې ټینګار وکړ.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.