د پیروزي ښارګوټي پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۱:۱۱
پرزنتیشن

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني په کابل کې د پېروزي ښارګوټي په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړه.
ښاغلي مولوي حمد الله نعماني اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د یاد ښارګوټي په اړه شته ستونزې په ګوته او د حل لپاره یې لاس په کار شي.
مسؤلینو د یو پرزنټېشن په برابرولو ښاغلي وزیر صاحب ته د نوموړي ښارګوټي په اړه بشپړ مالومات ورکړل چې څنګه کېدای شي د پیروزي ښارګوټی فعال او چارې یې چټکې شي.
د پېروزي ښارګوټي پروژې چارې تر ډېره بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د فعالیت چارې لا ګړندۍ شي.
د پېروزي ښارګوټي یو له سترو او مهمو پروژو ده چې په فعالېدو او ګټې اخېستو سره به یې خلکو ته د سرپناه زمینه برابره شي.
دغه راز د یاد ښارګوټي په فعالیت سره به شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي.
د پېروزي ښارګوټي په فعالیت به پانګوالو ته زمینه برابره شي چې په یاده برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت