د پکتيا ولايت مقام د اداري کمپلکس د جوړولو چارې له ۲۰ سلنې څخه زیاتې پرمخ تللي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د پکتيا ولايت مقام اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۲۹ سلنه بشپړې کړي او ټاکل شوې د راتلونکي لمريز کال تر پايه يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.
دا ودانۍ په ۵۵۸ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول د دولت له پراختيايي بوديجې څخه په ۴۴ ميليونه افغانيو رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې تر اوسه ۱۲۹ اداري ودانۍ رغولي او هلته د موجودو کارکوونکو لپاره يې د کار مناسب او ارام چاپېريال زمينه برابره کړې ده.